IQNA

23:53 - May 26, 2010
د خبر لمبر: 1929533

د سويزرلينډ پوهنتون يو ځل بيا د پيغمبر(ص) د سپكاوی كارټون جوړونكی ته بلنه وركړه

نړيواله ډله: «اپسالا» پوهنتون كه څه هم مسلمانانو ورسره مخالفت وكړ يو ځل یې بيا هغه كس ته د تقرير لپاره بلنه وركړې ده چې د پيغمبر(ص) د سپكاوی تصويران یې جوړ كړی وو.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له آسوشيتدپرس، خبری اژانس یې نقلوی، «لارس ويلكس» چې په 2007 كال كښې یې د پيغمبر(ص) د سپكاوی اينځورونه جوړ كړی او مسلمانان یې غصه كړی وو، له دې وړاندې هم د غويی د مياشتې په 21 نیټه په دې پوهنتون كښې وينا كړې وه چې ډېره محصلانو په بيله توګه مسلمانانو ورسره ډېر مخالفت كړې و او د هغه وينا نيمه پاتې شوې وه.
«اپسالا» پوهنتون كه څه هم مسلمانانو ورسره مخالفت وكړ يو ځل یې بيا هغه ته بلنه وركړې ده چې په خپل موضوع يعنې په هنری ډګر كښې د بيان ازادی، په هلكه وينا وكړی.
586140
captcha