IQNA

15:54 - May 27, 2010
د خبر لمبر: 1929724

د ( اسلامی نړۍ او امريكی تر مينځ اړيكی) نومی كانفرنس په مصر كښی تر سره كيدونكی دی.

بين المللی ډله: د ( اسلامی نړۍ او امريكی تر مينځ اړيكی) كانفرنس نوی پېل د روان كال د جوزا يا غبرګومی د مياشتی په شلمه د شورو يا چار شنبی په ورځ د مصر د اسكندريه ښار د كتابخانی د كانفرنسونو په هال كښی تر سره كیږی.

د aufaitmaroc له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د رپورټ له مخې دغه كانسفرنس به د څه د پاسه ٦٠٠ مسلمانو او غير مسلمانو پوهانو، سياست دانانو، د مذهبی چارو د پوهانو، د پوهنتونونو د استاذانو او د اسلامی نړۍ او هم د امريكی د متحده ايالتونو د غير دولتی سازمانونو د يو شمير استازيو په شتون سره تر سره شی.
د ځوانانو په ژوند كښی د نويو ټيكنالوجيود رول، رسنۍ او مسلمانی ښځی، د موجودو اختلافاتو د ختمولو له پاره د اسلامی نړی او امريكی تر مينځ د فرهنګې، ټولنيزو او د ښوونې د فعاليتونو د پراختيا لپاره د مختلفو زمينو په شان د يو شمير موضوعاتو څیړل په دغه كانفرنس كښی د ګډون كونكو په ايجنډا كښی شامل دی.
586060
captcha