IQNA

د تائلينډ د شيعه مسلمانانو د انجمن د تاسيس د كاليزی د نمانځنو مراسم تر سره كيدونكی دی.

15:54 - May 27, 2010
د خبر لمبر: 1929726
سياسی او ټولنيزه ډله: د (ديوان جرين پات) په نوم د تائلينډ د شيعه مسلمانانو د انجمن د جوړيدو د ٥٢ كليزی د نمانځلو مراسم د خالی يا شنبی په ورځ د غبرګومی د مياشتی په ١٥ نیټه ددغه هيواد د بينكاك ښار په امام باړه كښی تر سره كيدونكی دی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس ايكنا د آسيا د جنوب ختیځ څانګی د رپورټ له مخې دغه كلنيز مراسم د تائلينډ د شيعه مسلمانانو د حسينیۍ د چارو لپاره د مرستو د راټولولو، د مسلمانو ځوانانو لپاره د زده كړی له برنامو څخه د حمايت، د علمی ميزګرد د اجرا كولو ، د ماشومانو او ځوانانو په وسيله د نندارتون د اجرا كولو او د حلالو خوړو د خرڅولو په منظور تر سره كیږی.
په دغه مراسمو كښی هر كال د بينكاك او نورو ښارونو ګڼ شمير مسلمانان ګډون كوی.
585392
captcha