IQNA

د بی بی ام البنين سلام الله عليها د وفات كليزه په سعوديه كې ولمانځل شوه

22:54 - May 28, 2010
د خبر لمبر: 1930023
نړيواله ډله: د بی بی ام البنين سلام الله عليها د وفات مراسم تيره شپه د لمريز كال د خرداد د مياشتی په شپږمه نیټه د ‏سعودی عرب د قطيف ولايت په «سيدسعيد الماجد» امام بارګاه كې تر سره شو. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری مركز راصد یې نقلوی چې دا مراسم د سعودی ‏عرب د شيعه ؤ دينی عالم مولانا حجت‌الاسلام و المسلمين «زهير الدرورة» په وينا سره تر سره شو. په دې مراسمو كې د ‏اهل بيتو عليهم السلامو د مينه والو هم په زيات شمير سره ګډؤن وكړ. ‏
په دې دستورو كې چې د ځای وخت په مطابق د شپې نهه بجې شورو شو د حجت‌الاسلام الدرورة، د وينا نه پس، د اهل ‏بيتو مشهور شاعر او نوحه خوان ښاغلی «محمد جمعيان» په اواز عزدارۍ تر سره شوه. ‏
همدار نګ د بی بی ام البنين د وفات د عزدارۍ پروګرام تيره شپه د عربستان په تاروت ښار په «أبوزكی آل مدن» امام ‏بارګاه كې د سعودی عرب د شيعه ؤ ستر عالم ښاغلی «عبدالكريم آل عيسی» شتون تر سره شو. ‏
په دا راز د عزادارۍ مراسم تيره شپه، د سعودی عرب د العواميه ښار په «الزهراء» او «العقيلی» امام بارګاهو كې تر ‏سره شو په دې مراسمو كې د وينا نه پس چې د بی بی ام البنين د حضرت عباس علمدار د ګرانې مور د فضايلو او د ژوند ‏د حالاتو او سيرت نه پس، د شيعه ؤ په ګډون د عزادارۍ تر سره شوه.‏
‏586970‏
captcha