IQNA

"نجف، د اسلامی نړۍ كلتوری پلازمينه" سمينار په عراق كښې ترسره شو

23:18 - May 30, 2010
د خبر لمبر: 1930765
نړيواله ډله: دا سمينار د نجف د اسلامی نړۍ كلتوری پلازمينې د مقرر كيدو د جشنونو كمیټۍ او د دې د فرعی كمیټو په مرسته د غبرګولی د مياشتې په 7 نیټه ترسره شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له«اصوات العراق» د نجف د ښار مشر «عدنان الزرفی» په دې هكله وويل: په نجف ښار كښې په دې مناسبت چې دا په 2010 ميلادی كال كښې د اسلامی نړۍ كلتوری پلازمينه ټالكلې شوې ده، ډېر د ابادۍ كارونه شورو دی چې د كلتور او هنر محل، د آمفی‌‌تئاتر هال او د سمينار هال تقريبا له 572 ميلياردو په زياتو عراقی دينارو جوړیږی د دې طرحې يوه برخه ده.
هغه زياته كړه: په نجف اشرف كښې درې ميوزيمه او يو لوی هال د پروګرامونو لپاره جوړیږی او يو سپوږميز چينل او يو راديويی چينل به په همدې مناسبت شورو كیږی.
587571

captcha