د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «نسيج» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د سعودی عرب د اسلامی چارو او اوقافو د وزارت مشر «صالح بن عبدالعزيز آل الشيخ» په دې هلكه وويل: دا مقابلې به په پينځې څانګو كښې ترسره كیږی: د ټول قران حفظ سره د تجويد او د ټكو تفسير او معانې، د ټول قران حفظ سره د قرائت او تجويده، د قران د 20 سيپارو حفظ سره د قرائت او تجويده، د قران د لسو سيپارو حفظ سره د قرائت او تجويده، د قران د 5 سيپارو حفظ سره د قرائت او تجويده.
د حفظ دا مقابلې د غير اسلامی هيوادونو سره خاص دی.
دا مقابلې به د مرغومی په مياشتې كښې په مكه مكرمه ښار كښې ترسره كیږی، د دې مقابلو د ترسره كولو غرض د مسلمانانو ځوانانو قران د قران د حفظ، تفسير، قرائت تدبر او د هغې د معنې د پوهيدلو په لور هڅول او په هغوی كښې د مقابلې روحيه اچول دی.
587596