IQNA

د روژې د مياشتې لومړۍ نیټه د سعودی عرب د قران په نړيوالو مقابلو كښې د نوم ليك اخرنې مهلت

23:19 - May 30, 2010
د خبر لمبر: 1930766
نړيواله ډله: د سعودی عرب د اسلامی چارو او اوقافو وزارت د تلې د مياشتې 21 نیټه (د روژې د مياشتې لومړۍ نیټه) دسعودی عرب د نړيوالو مقابلو كښې د نوم ليك اخرنې مهلت ټاكلی دی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «نسيج» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د سعودی عرب د اسلامی چارو او اوقافو د وزارت مشر «صالح بن عبدالعزيز آل الشيخ» په دې هلكه وويل: دا مقابلې به په پينځې څانګو كښې ترسره كیږی: د ټول قران حفظ سره د تجويد او د ټكو تفسير او معانې، د ټول قران حفظ سره د قرائت او تجويده، د قران د 20 سيپارو حفظ سره د قرائت او تجويده، د قران د لسو سيپارو حفظ سره د قرائت او تجويده، د قران د 5 سيپارو حفظ سره د قرائت او تجويده.
د حفظ دا مقابلې د غير اسلامی هيوادونو سره خاص دی.
دا مقابلې به د مرغومی په مياشتې كښې په مكه مكرمه ښار كښې ترسره كیږی، د دې مقابلو د ترسره كولو غرض د مسلمانانو ځوانانو قران د قران د حفظ، تفسير، قرائت تدبر او د هغې د معنې د پوهيدلو په لور هڅول او په هغوی كښې د مقابلې روحيه اچول دی.
587596
captcha