IQNA

«په فرانس كښې اسلامی ښوونې» سمينار ترسره كیږی

23:17 - May 30, 2010
د خبر لمبر: 1930770
نړيواله ډله: «په فرانس كښې اسلامی ښوونې» سمينار د اسلام او مسلمانانو د ټولنې د مطالعاتو د مؤسسې (IISMM) په مرسته د دوشنبې په ورځ د غبرګولی د مياشتې په اولسمه نیټه د فرانس په پلازمينه پيرس كښې ترسره كیږی.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له saphirnewsیې نقلوی، په فرانس كښې د مسلمانانو د شمير زياتيدو ته پام او د ښاريانو ته د ښوونې اهميت ته پام، په فرانس كښې د اسلامی ښوونو رول له هغه بحثونو څخه دی چې په كلتوری او سياسی محفلونو كښې ورباندې خبرې اترې كیږی.
همدارنګ په دې څو اخرنی كلونو كښې په فرانس كښې اسلامی غونډو او مؤسسو د اسلامی دورو د ښوونو قدمونه اوچتول زيات شوی دی او همدارنګ دا خبره هم د بحث وړ شوې ده چې د دې كلاسونو چلول او په دې باندې نظارت كول څنګه وشی.
له همدې سببه د اسلامی مطالعاتو د مسلمانانو د ټولنې مؤسسې دا اراده وكړه چې يو سمينار په دې هكله ترسره كړی په دې سمينار كښې به د فرانس د پوليس غړې او د اسلامی ډلو يو فعال غړې «محمد علی بوحرب» د اسلامی تفكر د نړيوالې مؤسسې مشر «محمد مستيری» او نور شخصيتونه ګډون كوی.
587674
captcha