IQNA

په تركی د حضرت فاطمۃ زہراء(س) د نيكمرغه زوكړې په مناسبت جشن تر سره كیږی‏

23:16 - May 30, 2010
د خبر لمبر: 1931484
علمی او كلتوری ډله: د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله وسلم د ګرانی لور بی بی حضرت فاطمۃ زہراء(سلام الله عليها) د ‏نيكمرغه زوكړې په مناسبت د روانی مياشتی مئې په ديرشمه نیټه په استانبول كې يو جشن تر سره كیږی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له زينبيه جومات ويب پاڼې یې نقلوی چې د تركی د ‏پلازمينې د استانبول ښار د بوغاز كوی سيمه كې حضرت فاطمۃ زہراء(سلام الله عليها) جومات كې د ماسپښين لمانځه نه ‏پس به دا پروګرام تر سره كیږی. ‏
پرته له د استانبول په مختلفو سيمو كې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله وسلم د ګرانی لور بی بی حضرت فاطمۃ ‏زہراء(سلام الله عليها) د نيكمرغه زوكړې په مناسبت د جشن او خوشالۍ ناستې تر سره كیږی چې پكښی د اهل بيت عليهم ‏االسلام مينه وال به ګډون كوی. ‏
په اسلامی نړۍ كې د د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله وسلم د ګرانی لور بی بی حضرت فاطمۃ زہراء(سلام الله عليها) د ‏نيكمرغه زوكړې ورځ ته د مسلمانو ښځو نړيواله ورځ نوم وركړې شوی دی.‏
‏587215‏
captcha