د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ايسسكو isesco ويب پاڼې یې نقلوی چې د ايسسكو ستر سكتر جنرل عبدالعزيز عثمان تويجيری د روانی مياشتی مئې په اته ويشتمې نیټې په برازيل كې د تمدنونو د يووالی په دريمې ناستې په دې خبرې ټينګار كولو سره وويل چې د تمدنونو د يووالی پيغام په نړۍ كې د نرمی او ورورولۍ تر سره كول او انسانی نيكمرغۍ تر لاسه كولو همكارۍ پراختيا غوښتنه وكړه.
جنرل عبدالعزيز عثمان تويجيری زياته كړه چې د تمدنونو د يووالی ستره ټؤلنه يوازې علمی او كلتوری ماهرين سره مربوط نه دی بلكې سولې او امنيت په قايمولو لپاره جوړه شوی ده.
هغه زياته كړه چې نړيواله ورورولۍ ته د ملګرو ملتونو د منشور او نصب العين په مطابق د تمدنونو او تهذيبونو تر مينځ د خبرو اصؤلو نفاذ لپاره قدم اخستل پكار دی.
578010