IQNA

23:16 - May 30, 2010
د خبر لمبر: 1931522

د ايسسكو ستر سكتر د دينونو او تهذيبونو تر مينځ د خبرو اترو د پراختيا په ضرورت ټينګار وكړ ‏

علمی او كلتوری ډله: د ايسسكو د ستر سكتر ښاغلی جنرل عبدالعزيز عثمان تويجيری د نړې د اوسنيو حالاتو كې د ‏تمدنونو د يووالی او دينونو او تهذيبونو تر مينځ د خبرو اترو پراختيا په ضرورت ټينګار وكړ. ‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ايسسكو ‏isesco‏ ويب پاڼې یې نقلوی چې د ايسسكو ‏ستر سكتر جنرل عبدالعزيز عثمان تويجيری د روانی مياشتی مئې په اته ويشتمې نیټې په برازيل كې د تمدنونو د يووالی په ‏دريمې ناستې په دې خبرې ټينګار كولو سره وويل چې د تمدنونو د يووالی پيغام په نړۍ كې د نرمی او ورورولۍ تر سره ‏كول او انسانی نيكمرغۍ تر لاسه كولو همكارۍ پراختيا غوښتنه وكړه. ‏
جنرل عبدالعزيز عثمان تويجيری زياته كړه چې د تمدنونو د يووالی ستره ټؤلنه يوازې علمی او كلتوری ماهرين سره ‏مربوط نه دی بلكې سولې او امنيت په قايمولو لپاره جوړه شوی ده. ‏
هغه زياته كړه چې نړيواله ورورولۍ ته د ملګرو ملتونو د منشور او نصب العين په مطابق د تمدنونو او تهذيبونو تر مينځ ‏د خبرو اصؤلو نفاذ لپاره قدم اخستل پكار دی.‏
‏578010‏
captcha