IQNA

د «الطاهرة» مياشتنۍ مجلې په نوې ګڼه كښې د "ښځه د قران كريم په مكی ايتونو كښې" د موضوع څیړنه

23:19 - May 30, 2010
د خبر لمبر: 1931526
نړيواله ډله: د عرب ژبو د مجلې «الطاهرة» په 200 ګڼه كښې مسلمانانو ښځو سره خاص موضوع چې پكښې ښځه په مكی ايتونو كښې څیړل شوی دی د اسلامی تفكر د فاونډيشن چې د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان سره تړلې دی، په مرسته خپره شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش، دا مجله په عربۍ ژبه خپره شوې چې 56 مخونه لری، د دې چيف ایډیټر «مهدی گلجان» او سكیټری «حسين سرور» دی.
دا كال چې د رهبر د لوی مقام له اړخه د زيات همت او زيات كار په نامې نمول شوی دی، نو په مجلې كښې په همدې مناسبت "مسلمانه ښځه او رسندويو سره د هغې اړيكې، كورنۍ او كلتوری يرغل، په تهران كښې د پوهانو ښځو دويم نړيوال سمينار، جنسی بی شرمی او په اسلام كښې واده د هغې حل لاره، د ځوانانو او ماشومانو لپاره د اينټرنیټ اخلاقی خطرې هغه موضوعات دی چې په دې ګڼه كښې څیړل شوی دی.
د حجاب زياتيدل، د لائيك لپاره شكست، د نړۍ بزرګی د مسلمانې ښځې د بزرګې په سبب، په مكی ايتونو كښې د ښځې موضوع او داسې نور موضاعات هم په دې ګڼه كښې شامل دی.
588154
captcha