د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له فارس خبری اژانسه یې نقلوی چې د تركی په سيواس ښار كې د كربلا نومی نړيوال سيمينار كې ګډون كوونكی د شيراز پوهنتون پروفيسر ښاغلی "غلام رضا كافی" خبريالانو سره په خبرو اترو كې وويل چې دا د اوريدو وړ خبره ده چې په تركی غوندې هيواد په پوهنتونونو كې يوازې د اسلامی ادبياتو تدريس كیږی بلكې د عاشوره او محرم په شان ارزښتمن شعايرو ته ډير پام كیږی.
د پوهنتون استاذ زياته كړه چې د ايران د اسلامی جمهوريت كې دا رنګ د كانفرنسونو د تر سره كولو كوشش پكار دی چونكه د داسې كانفرنسونو د ترسره كولو سره كربلا، محرم او اسلامی ادبياتو كې د پوهاندو يو بل سره د خيالاتو د يو بل ته وړاندې كولو موقع په لاس راځی.
588358