IQNA

د تركی په سيواس ښار كې د كربلا نومی نړيوال كانفرنس كې د ايرانی استاذانو ګډون ‏

23:38 - May 31, 2010
د خبر لمبر: 1932189
علمی او كلتوری ډله: د تركی په سيواس ښار كې د "كربلا" نومی نړيوال كانفرنس كې د ايرانی استاذانو له شيراز، ‏مشهد،‌ شهيد بهشتی تهران، تبريز او زنجان پوهنتونو په دې كې ګډؤن وكړ. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له فارس خبری اژانسه یې نقلوی چې د تركی په سيواس ‏ښار كې د كربلا نومی نړيوال سيمينار كې ګډون كوونكی د شيراز پوهنتون پروفيسر ښاغلی "غلام رضا كافی" خبريالانو ‏سره په خبرو اترو كې وويل چې دا د اوريدو وړ خبره ده چې په تركی غوندې هيواد په پوهنتونونو كې يوازې د اسلامی ‏ادبياتو تدريس كیږی بلكې د عاشوره او محرم په شان ارزښتمن شعايرو ته ډير پام كیږی.‏
د پوهنتون استاذ زياته كړه چې د ايران د اسلامی جمهوريت كې دا رنګ د كانفرنسونو د تر سره كولو كوشش پكار دی ‏چونكه د داسې كانفرنسونو د ترسره كولو سره كربلا، محرم او اسلامی ادبياتو كې د پوهاندو يو بل سره د خيالاتو د يو بل ‏ته وړاندې كولو موقع په لاس راځی.‏
‏588358‏
captcha