IQNA

د تركی د دينی مدرسو قرانی مقابلو اخيری مرحله تر سره شوه ‏

20:43 - June 03, 2010
د خبر لمبر: 1933957
د قرانی كارونو ډله: د تركی په زيزه ښار كې په يويشتمی نیټې په دې هيواد كې د امام خاطب دينی مدرسې طإلبانو سره ‏مخصوص اذان او د قران پاك حفظ د مقابلو اخيرې راونډ تر سره شو. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې ‏kastamonupostasi ‎‏ یې نقلوی چې د تركی د قومی ‏تعليم وزارت د دينی شعبو په كوششونو سره دا مقابلی ريزه ښار كې د اسلامی او كلتوری سنټر "اسماعيل قہرمان" كې تر ‏سره شوی، چې پكښې د تركی مختلفو سيمو د امام خاطب دينی مدرسو كې ټاكلی شوی كسانو برخه اخستې ده. ‏
د تركی د وزارت د قومی تعليم د دينی چارو څانګې مشر ښاغلی "عرفان آيجان" د دې مقابلو په افتتاحی مراسمو كې وينا ‏وكړه. ‏
هغه وويل چې د قران پاك د خدمت د كلتوری پراختيا يوه طريقه د قرانی مقابلو تر سره كول وو او هيله من يو چې ‏‏2010ء یې د قران پاك كال ټاكلو په وجه د تركی د اسلامی فعاليتونو كې ډير زياتی راغلی دی.‏
‏589830‏
captcha