د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله العظمی خامنه ای د اسلامی انقلاب لوی نړيوال غورځنګ چې امام خمينی یې مشری كوله د ښكاره او جوتو پيغامونو او دریځونو لرونكی وباله او وې ويل چې د امام خمينی جوت دریځونه هماغه لوی معيار او شناخت دی چې پريمانه مخلوق یې د امام خمينی ليواله وګرځاوه.
حقيقت دا دی چې هغه څه چې دنيا یې ولړزوله د امام لاره ده چې د اسلامی انقلاب په رودې كې پخه شوې ده له دې امله ده چې د اسلامی انقلاب لوی مشر د عدالت غواړی اسلام ساتنه، د ظلم په وړاندې دريدنه او د مظلومانو د حقوقو دفاع يو مهم اصل ګڼی.
د همدغه سوچه تفكر پر بنسټ ده چې امام خمينی د امريكايی اسلام اصطلاح په سياسی لغت كې داخله كړه او د سوچه اسلام موخو او ارزښتونو ته په اهميت وركولو سره یې د اسلامی جمهوريت نظام د اسلام د واكمنۍ سمبل وټاكه. دا دریځونه چې د امام خمينی په سياسی الهی وصيت ليك كې هم جوت دی په نړۍ كې لويه څپه پيدا كړه چې اغيزې یې نن له امريكا او صهيونزم په نړيوالې كركې او د اسلامی ویښتيا په بهير كې ليدلی شو. په حقيقت كې په هغه بدلانه سره چې د اسلامی جمهوريت په نظام كې ښكاره شو له استكبار سره مبارزه يوازې په ايران كې د شاه له فاسد رژيم سره په مبارزې پورې محدوده پاتې نه شوه بلكه دپانګوال او سوشلزم په شمول د زورواكۍ او ظلم ټولې بيلګې یې وننګولې.
له بل پلوه د ايران اسلامی جمهوريت د خلكو په خوښه اورایې سره جوړ شو چې په د جمهوريت په معنا له ولسواكۍ سره سره په سوچه اسلام هم ولاړ دی. له دې امله امام دا انقلاب د ټولو نړيوالو او د در ستو مسلمانو او غير مسلمو ولسونو انقلاب ګاڼه چې د دې كټ مټ بيلګه د غاصب اسراييل رژيم په هكله د امام خمينی جوت دریځ دی. نن د نړۍ ټول ازادی غواړی ولسونه په دې خبره داده دی چې صهيونسټ رژيم يو فاسد ، انسان ضد او غاصب رژيم دی د دغه نظر واقعيت يو ځل بيا د غزې د خلكو لپاره د انسانی مرستو په وړونكو كشتيو د اسراييلو د حملې په جنايت او د عدالت غواړو انسانانو په وژله كې د نړيوالو په تيره بيا د بشری حقوقو د ادعا كوونكو لپاره ښكاره شو.
په حقيقت كې دامام ليدتوګو او ځانګړنو د بدلونونو لويه څپه راولاړه كړه چې بنسټ یې سوچه اسلام دی. د اسلامی انقلاب ستر لارښود جوته كړه دښمنان د ديرشو كلونو له تيريدو سره سره كرار نه دی ناست او هڅه كوی چې د انقلاب په لومړيو موخو كې بدلون راولی .د انقلاب د ستر مشر اشاره هغو فتنو ته ده چې د بيت المقدس د ورځې او د عاشورا په ورځ په تهران كې جوړې شوې خو د پرديو له توطئو سره سره د ايران ولس د دښمن په پيژندلو او په ډګر كې په شتون سره وښودله چې د نظام بنيادونه ډيرې پياوړې جرړې او وسونه لری ځكه چې د ښمنان هر څومره د ايران په خلاف توطئه وكړی پايله به یې د ايران د ولس پياوړې كيدل وی.
591362