د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له umma-united، یې نقلوی، د فرانس د حقوق بشر د دفاع د انجمن له خوا په يوه اعلاميه كښې د دې هيواد له ټولو خلكو غوښتې شوی ديچې د هغه ځاې په ماځیګر 3 بجې د فرانس په پلازمينې پيرس ښار كښې په «باستيل(Bastille)» چوك كښې راټول شی او د حقوق بشر د هغه كسانو هركلې وكړی چې د صهيونيسټی رژيم له بند څخه راخلاص شوی دی.
همدارنګ یې په دې اعلامیې كښې غوښتنه كړې ده چې د غزې د محاصرې د ختمولو لپاره او د اسرائيلو د زياتی او ظلم دا اقدام چې د غزې د ازادی په كاروان باندې یې حمله كړې ده د صهيونيسټی رژيم په خلاف مظاهره وكړی.
591668