IQNA

0:12 - June 09, 2010
د خبر لمبر: 1936489

د اسلام په هكله غلطو تصوراتو سره د مقابلې لپاره د برتانيا د مسلمانانو هڅه

نړيواله ډله: د برتانيا مسلمانانو د كشف اسلام فاونډيشن (EIF) په مرسته په عامو ځايونو، ټكسيانو او حمل و نقل باندې پوسټرو لګولو سره يو لوی كوشش شورو كړی دی چې د اسلام د اصولو د پيژونګلو لپاره او غلطو تصوراتو ليری كولو لپاره مناسبه لار راوباسی.

د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Todayszaman»ورځپاڼې یې نقلوی، د دې حركت غرض چې نامه یې «له حضرت محمد(ص) الهام اخستې» ده، دا دی چې د برتانيا په ټولنه كښې د مسلمانانو مثبت رول وښايی په بيله توګه د ښځو د حقونو، ټولنيز عدالت او د ماحول د حفاظت په ميدانونو كښې.
دا حركت په هغه نظر سنجې پسې شورو شوی دی چې د كشف اسلام فاونډيشن (EIF) له خوا په "اسلام د برتاينا د خلكو له نظره" موضوع سره په برتانيا كښې وشوه، په دې نظر سنجې كښې څرګنده شوه چې د برتانيا خلك د اسلام په هكله ډېر بد نظر لری او بدرد ورپسې وايی او همدا سبب شو چې دا كار شورو شوی دی.
«رمونا علی» چې د دې طرحې د جاری كيدو مشر دی وويل: هيله لرو چې په دې طريقه به د برتاينا د خلكو نظر د اسلام په نسبت بدل شی.
593709
captcha