IQNA

د (زما پېغمبر) نومی غونډه په بوسنيه هرزګووينه كښی تر سره شوه.

15:19 - June 09, 2010
د خبر لمبر: 1937030
بين المللی ډله: د (زما پېغمبر) نومی غونډه د دغه هيواد د كلتور د وزارت په همت، د ١٣٨٩ كال د غبرګومی د مياشتې په ١٧ نیټه د دوشنبی په ورځ په سارايوو كښی تر سره شوه.
د Yeni Asya له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخی: دغه غونډه د بوسنيه هرزګووينه د څه د پاسه ١٥٠٠٠ مسلمانانو، د مفتيانو د شورا د غړيو او ددغه هيواد د كلتور او ارشاد د وزير په شتون سره، اسلام ته د دغه هيواد د خلكو د ګروهنی د كليزی د نمانځنی په مناسبت تر سره شوه.
له تركیۍ، اسلامی ايران، ملائشيا او ځينو اسلامی هيوادونو يو شمېر استاذيو هم په دغه ستره غونډه كښی چی د قرآن كريم په تلاوت، د بوسنيا او هرزګووينه د مسلمانو علماو په ويناوو، د مذهبی سرودونو او د پيغمبر اكرم (ص) په هكله د مستند فلم په نندارۍ سره جوړه شوه، شتون درلود.
593442
captcha