د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) لبنان د څانګې د يو راپور پر اساس، ايت الله قبلان ويلی دی چې تهران او انقره همكارۍ او يووالی د مسلمانانو په ګټه كې دی او د ځينې زور ويوونكی طاقت په مخ كې به خنډ جوړيدی.
هغه زياته كړه چې د اسلامی او عربی هيوادونو تر مينځ اتحاد او يووالی ډير زيات ضروری دی لپاره د دې چې بايد د اسلامی نړۍ د مفاداتو او ګټو خيال وساتی شی لهذا ايران او تركی ته پكار دی چې د خپل وحدت او يووالی په ساتنې سره د اسلامی همكارۍ لپاره يو كامياب مركز كې بدل شی.
هغه زياته كړه چې د ايران او تركی يو دریځ، په صهيونی دښمن باندې يو سخت ګوزار دی چې هغه د نړيوال قانونونو په خلاف ورزی كولو سره د انسانی حقوقو او دينی انسانی ارزښتونو خيال نه ساتی.
593496