IQNA

د شيعه ميرمنو د اسلامی علومو د زده كړی دريمه دوره په قطيف كښی تر سره كيدونكی ده.

15:55 - June 13, 2010
د خبر لمبر: 1938957
بين المللی ډله: د شيعه مسلمانو ميرمنو د شريعت، فقی او اخلاقو د اسلامی علومو دريمه دوره د عربستان په قطيف ښار كښی د ( حضرت فاطمه زهرا (س) د سيرت او اخلاقو د سيمبول منلو) په شعار سره تر سره كیږی.
د راصد خبری چينل په نقل د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخی: دغه آموزشی دوره د رجب د مياشتی له لومړيو( د غبرګولی د مياشتی له ٢٤ ) څخه پيلیږی او د چنګاښ د مياشتی تر ١٠ نیټی پوری به دوام ومومې او په دی كښی به د ميرمنو لپاره د اسلامی اخلاقو، فقی او د عقايدو د اصولو په زمينه كښی يو شمير درسونه وړاندی شی.
نوموړی آموزشی دوره د عربستان د قطيف ښار د (حضرت خديجه (س)) علمی حوزی په همت ددغه ښار په (الحجه) نومی حسينيه كښی تر سره كیږی او ددغه دوری په كلاسونو كښی د تدريس دنده د حضرت خديجه (س) د علميه حوزی يو شمير فارغ التحصيل محصلين په غاړه لری.
595516
captcha