د راصد خبری چينل په نقل د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخی: دغه آموزشی دوره د رجب د مياشتی له لومړيو( د غبرګولی د مياشتی له ٢٤ ) څخه پيلیږی او د چنګاښ د مياشتی تر ١٠ نیټی پوری به دوام ومومې او په دی كښی به د ميرمنو لپاره د اسلامی اخلاقو، فقی او د عقايدو د اصولو په زمينه كښی يو شمير درسونه وړاندی شی.
نوموړی آموزشی دوره د عربستان د قطيف ښار د (حضرت خديجه (س)) علمی حوزی په همت ددغه ښار په (الحجه) نومی حسينيه كښی تر سره كیږی او ددغه دوری په كلاسونو كښی د تدريس دنده د حضرت خديجه (س) د علميه حوزی يو شمير فارغ التحصيل محصلين په غاړه لری.
595516