IQNA

په لندن كې د اسلام پيژندنی اوونۍ پيل شوی ده

23:56 - June 14, 2010
د خبر لمبر: 1939833
كلتوری ډله: د لندن په اسلامی او كلتوی مركز كې د " خلاصی دروازې، كيسې او سفر" په عنوان د اسلام پيژندنی نومې اوونۍ پيل ‏شوی دی چې مقصد یې د بريطانيه ښاريانو د اسلام سره اشنایې بيان شوی ده.‏‎ ‎
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ‏‎"fananews.com"‎‏ یې نقلوی چې د لندن په اسلامی ‏كلتوری مركز كې په يوولسمې نیټې د اسلام پيژندنی په نوم يوې اوونۍ په افتتاحی مراسمو كې د انګلستان د مسلمانانو په زيات شمير ‏او د كليساوو استازو ګډؤن وكړ.‏‎ ‎
په لندن كې نړيوال اسلامی انجمن په دفتر په كوششونو سره تر سره كيدونكې دې اوونۍ د تر سره كيدو مقصد انسانيت لپاره د اسلام ‏مثبت او غوره كارنامو پيژنګلو او د غير مسلمانانو د اسلام دين سره د اشنایې لپاره موقع وركول وو.‏‎ ‎
په لندن كې د مسلمانانو ځوانانو د نړيوال اسلامی انجمن مشر ښاغلی نورالدين ميلادی د دې كلتوری اوونۍ په افتتاحی مراسمو كې په ‏خپل خطإب كې وويل چې د لويدیځ رسندوېو د اسلام حقيقی څيره غلطه وړاندې كړې ده او اوس یې هم وړاندې كوی نو دې اوونۍ په ‏تر سره كولو سره مونږ به د اسلام د سولی او اعتدال نه ډك مخ د وړاندې كولو كوشش كوو.‏
‎ ‎‏596184‏
captcha