IQNA

17:41 - June 17, 2010
د خبر لمبر: 1941570

په ( اسلامی اړيكی او امريكه) نومی بين المللی كانفرنس كښی د آېسسكو شتون.

بين المللی ډله: د اسلامی علومو د زده كړی او فرهنګ سازمان (آيسسكو) يو شمير استازی به په اسلامی اړيكی او اسلام نومی كانفرنس كښی كوم چی د روان كال د غبرګولی د مياشتی د ٢٦ نه تر ٢٨ نیټی پوری د مصر په اسكندريه ښار كښی تر سره كيدونكی دی، شتون ولری

د ISESCO له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخی: دغه كانفرنس به د اسكندریۍ د كتابتون، د امريكی د متحده ايالتونو د «جورج ټاون»، «مريلند»، «ياله»، «بركلی»، «واشنګټن ډی‌سی» پوهنتونونو او د مصر پوهنتون او الازهر پوهنتون او د قاهری او امريكی د ځينو دينی موسسو په ګډون سره تر سره شې او پكښی به له ټولی نړۍ څخه يو شمير مسلمان عالمان، د اسلامی نړۍ پوهان، ورځپاڼه ليكونكی او كارپوهان شتون ولری.
په دغه بين المللی كانفرنس كښی به د زده كړی، كلتور، علومو او ټيكنالوجۍ په برخو كښی د پاګونی د زياتوالی له لاری د اسلامی نړی او امريكی تر مينځ د اړيكو د ښه والی او پراختيا په شان موضوعات د څیړنی وړ وګرځی.
‏597645‏
captcha