IQNA

اسلامی نړۍ د پوهانو بين المللی غونډه په لندن كښی تر سره كيدونكی ده.

17:41 - June 17, 2010
د خبر لمبر: 1941571
بين المللی ډله: د اسلامی امت د واقعيتونو د څیړلو لپاره د اسلامی نړۍ د علماو او پوهانو نړيواله غونډه، د روان كال د غبرګولی د مياشتی د ٢٨ نه تر ٣٠ نیټی پوری د اهل بيت (عليهم السلام) د نړيوالی ټولنی د عالی شوری د غړی آيت الله محسن اراكی په شتون سره په لندن كښی جوړیږی.
د «صوت العراق» د اطلاع رسونی د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخی: په دغه غونډه كښی چی د انګلينډ د اسلامی وحدت د انجمن په همت او د ( اسلامی امت راتلونكی، هيلی او خنډونه) په عنوان سره د لندن د الابرار موسسی په ودانۍ كښی تر سره كیږی، د مختلفو اسلامی مذهبونو د مسلمانو انديشمندانو سره سره د اسلامی غورځنګونو يو شمير مشران هم شتون لری.
د غزی د تړانګی د كلا بندی د مسلی، د اسلامی امت د اوسنيو خفګانونو ا وستونزو، د مسلمانانو د بيدارۍ د عواملو او د اسلامی امت په وړاندی د ستونزو څیړل او د مسلمانانو د اتحاد لپاره هڅی، ددغه غونډی مهم چورليزونه ګڼل كیږی.
‏598480‏
captcha