IQNA

ايت الله جنتی: د غزې د كلابندی ماتولو خبره نن په نړيوالې مسلې كې بدله شوی ده

16:18 - June 18, 2010
د خبر لمبر: 1941841
سياسی ډله: ايت الله جنتې د دې اوونۍ د تهران د جمعی لمانځه په دويمه خطبه كې د غزې په ازادې كاروان د ‏صهيونسټو حملې ته په اشارې سره څرګنده كړه چې د غزې د كلابندی ماتولو خبره نن په نړيوالې مسلې كې بدله شوی ‏ده او اسرائيل ورځ په ورځ شا ته روان دی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ساتندوېې شوره ستر سكتر ښاغلی ايت الله جنتی نن د تهران ‏د جمعی لمانځه په دويمه خطبی كې، د امام خمينی رحمه الله عليه د يوويشتمې كليزې په مراسمو كې په مليونی ګډون سره ‏له هغو شكريه په ادا كولو سره وويل چې دا مراسم او همدارنګ د خرداد د مياشتی دوه ويشتمه نیټه په خير سره تيره شوه ‏دې هر دواړو ورځو لپاره له هغو كسانو لخوا چې تر اوسه پورې یې عبرت نه دې اخستې دسيسې جوړې شوی وی خو د ‏خدای په فضل او د ايران د امنيتې ځواك په هوښيارتيا سره تيرې شوی.‏
د تهران د جمعې لمانځه خطيب، د امنيت شورا ايرانی ضد پريكړه ليك په هكله وويل، د ايران خلك له دې پريكړه ليكه ‏ويره نه لری، او د هغه په اپوټه ،د ايران د ملت د پرمختګ سبب به شی.‏
آيت ا... احمد جنتی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو كې ټينګار وكړ، دايران، تركیې او برازيل هيوادونو له لوری د ‏تهران د بيانیې لاسليكولو، لودیځ هيوادونه بې وسلې، او د ايران د اټومی پروګرامونو په اړه د هغوی تورن ايشوا كړل.‏
هغه زياته كړه، د تهران بيانیې وښودله چې ايران په اټومی وسلو پسې نه دی او يواځې د سوله ايزې استفادې لپاره اټومی ‏انرژی غواړی.‏
هغه جوته كړه، د نړۍ هيوادونو د تهران د بيانیې زيات هركلی وكړ، او په داسې شرايطو كې په امنيت شوار كې د څو ‏ځانګړو هيوادونو اقدام، شرمونكی دی.‏
ښاغلی جنتی زياته كړه، د اسلامی انقلاب د ستر مشر په هوښيارۍ او وړتيا سره، د ايران په خلاف ټول ګواښونه په ‏فرصت بدل او ۱۹۲۹ نمبر پریګړه ليك به هم د هغوی په وړتيا سره په فرصت بدله شی.‏
هغه، دآزادۍ په كاروان د صهيونستی پوځيانو حملې ته په اشارې سره ،دغه تيری ګر ا قدام سخت وغانده او وې ويل، د ‏صهيونست رژيم زوال پيل شوی ،او ډير زر به قدس شريف آزادیږی. ‏
د ساتندوې شورا ستر سكتر د غزې په ازادې كاروان د صهيونسټو تيری ګرې حملې ته په اشارې سره د ځينو هيوادونو ‏او ځينې شخصيتونو او د امنيت شوره په چپتيا نيوكه وكړه او وې ويل چې دا پليدا شورا د امنيت ضد شورا ده.‏
ايت الله جنتی د دې خبرې په يادولو سره چې د غزې د كلابندۍ مسله اوس په نړيوالې ستونزې كې بدله شوی ده وويل د ‏نړۍ ټول خلك د اسراييلو په دې كار سره مقابله وكړه او د اسراييل حكومت ورځ په ورځ وروسته كیږی. بايد د غزې ‏كلابندۍ ماته شی، قدس ازاد او دا حكومت تل لپاره ختم شی. ‏
‏599581‏
captcha