IQNA

22:55 - June 19, 2010
د خبر لمبر: 1942589

په الازهر پوهنتون كې شيعه مذهب په سركاری حيث په قبلولو باندې وهابی مفتی نيوكه وكړه‏

كلتوری ډله: د سعودی عرب وهابی مفتی "احمد بن سعد بن حمدان الحمدان الغامدی" د الازهر پوهنتون د نورو مذهبونو ‏په شان د شيعه مذهب ته سركاری حيثيت وركولو باندې نيوكه وكړه. ‏

د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس اباء یې نقلوی چې "احمد بن سعد بن ‏حمدان الحمدان الغامدی" د الازهر پوهنتون عالمانو په نوم خپل يو پيغام كې ويلی دی چې شيعه دولس امامی خپلو عقيدو ‏لپاره د قران پاك او د پيغمبر اكرم د سنت نه پرته د دولسو سرچينو نه استفاده كوی چې هغه د اسلامی ارزښتونو او بنسټو ‏په خلاف دی. ‏
هغه په خپل پيغام كې دا پوښتنه كړی ده چې د الازهر عالمانو د قران پاك او نبوی سنت سره سره ددوی دولس نورې ‏سرچينې څنګه جايزې كړی؟ ‏
ژباړونكې : يادونه كوو چې د شيعه ؤ دولس امامان دی نه دا چې دولس سرچينې لرې د هغو سرچينې څلور دی او هغه ‏قران پاك، نبوی(ص) سنت، عقل سليم او اجماع او د دې ټولو محور قران پاك ګڼې، خو پته نيشته چې دا وهابی مفتی د ‏كوم دين خبره كوی. او يا ورته چا غلط معلومات وركړی دی.‏
‏599583‏
captcha