د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانس اباء یې نقلوی چې "احمد بن سعد بن حمدان الحمدان الغامدی" د الازهر پوهنتون عالمانو په نوم خپل يو پيغام كې ويلی دی چې شيعه دولس امامی خپلو عقيدو لپاره د قران پاك او د پيغمبر اكرم د سنت نه پرته د دولسو سرچينو نه استفاده كوی چې هغه د اسلامی ارزښتونو او بنسټو په خلاف دی.
هغه په خپل پيغام كې دا پوښتنه كړی ده چې د الازهر عالمانو د قران پاك او نبوی سنت سره سره ددوی دولس نورې سرچينې څنګه جايزې كړی؟
ژباړونكې : يادونه كوو چې د شيعه ؤ دولس امامان دی نه دا چې دولس سرچينې لرې د هغو سرچينې څلور دی او هغه قران پاك، نبوی(ص) سنت، عقل سليم او اجماع او د دې ټولو محور قران پاك ګڼې، خو پته نيشته چې دا وهابی مفتی د كوم دين خبره كوی. او يا ورته چا غلط معلومات وركړی دی.
599583