د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتوری او روابطْو ارګنايزيشن یې نقلوی چې په زمبابوی كې دايران د كلتوری سنټر او د حضرت زهراء سلام الله عليها ښوونځې په همكارۍ سره د روانی ميلادی مياشتی جون له 25 نیټې تر اووه ويشتمې نیټې دا تعليمی دوره ترسره كیږی.
په ټول زمبابوې كې د اهل بيت عليهم السلام مينه والو په ګډون سره تر سره كيدونكې دغه تعليمی دورې كې له اسلامی تاريخ اشنایې او د حضرت امام علی عليه السلام د ژوند ليك څخه اشنایې لپاره د اهل سنتو په سرچينو كې د حضرت امام علی عليه السلام مقام، نهج البلاغه او د تبليغ طريقی نه اشنایې او د حضرت امام علی عليه السلام ځانګړتياوو په شان موضوعات څیړل شی.
603294