د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتوری او روابطو ارګنايزيشن یې نقلوی چې دې روحانی پروګرام كې د نقل شويو دعاګانو تلاوت او دينی او كلتوری كلاسونه ترسره كول شامل دی.
په ارمينيا كې د ايران د كلتوری مركز د دې هيواد ټولو شيعه ؤ ته په دې پروګرام كې د شامليدو بلنه وركړې ده.
آيتاللهالعظمی جوادی آملی وويل: اعتكاف په اسلام كښې يو مقدس او ځانته عبادت دی او د لمانځه او حج په شان اهميت لری. د خدای ميلمانه چې كله اعتكاف كوی د خدای له خوا ورته ځينې ډالۍ په لاس ورځی نو دې ته پام بايد په يو داسې ځای كښې وی چې نور خلك هم له دې ډالو ګټه واخلی، مطلب یې دا نه دی چې ځانته كښينی او څوك له هغوی خبر ونه لری.
هغه وويل: كوم هيواد چې اعتكاف لری بايد په ټولې نړۍ لوړ وی ځكه چې په اعتكاف كښې خلكو ته هم د خدای پيغام رسی او خدای ته د خلكو پيغام.
آيتالله زياته كړه: د جمات ګوټ ته تلل، خلوت كول او ټولنې سره خپلې اړيكې پريكول، دې ته رهبانيت وايی چې په اسلام كښې نيشته، اعتكاف كه څه هم خلوت كول دی خو ټولنې سره خپلې اړيكې ساتی او په اصل كښې اعتكاف د ټولنې د ستونزو د هوارولو لپاره دی.
603421