د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د رهبۍ ستر مقام د دفتر له ويب پاڼې نقلوی چې د رهبرۍ ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای ټينګار وكړ تر څو چی د شهادت كلتور په ټولنه كښې لوړ مقام ولری نو د اوسنيو استكباری قدرتونو او حتی له هغوئ پياوړی قدرتونه به هم ونه توانیږی چی د ايران په ملت او اسلامی جمهوريت برلاسی شی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای نن د ايران د قضايه قوی د پخوانې مشر آيت الله سيد محمد حسينی بهشتی او داسلامی انقلاب د دوه اويا يارانو د شهادت د كليزې په مناسبت د ايران د اسلامی جمهوريت د قضايه قوا له مشر اومسئولانو سره په كتنه كښې د آيت الله بهشتی او د هغوئ د ۷۲ يارانو شهادت د اسلامی جمهوريت او امام خمينی (رح) د منطق د پياوړتيا او د نوی اسلامی نظام د تثبيت زمينه جوړونكی وباله او ویې فرمايل كه څه هم د ۱۳۶۰ هجری لمريز كال د سرطان يا چنګاښ د اوومی پیښه په هغو سختو شرايطو كښې يوه هیښوونكی پیښه وه خو په اسلامی انقلاب یې رغوونكی او ستر اغيز درلوده .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د خپلی وينا په بله برخه كښې قضايه قوه د اسلامی نظام يوه حساسه برخه وبلله او له دغه ارګان څخه یې د هيواد د درستو ارګانونو په ملاتړ په ټينګار سره وفرمايل د قضايه قوی يوه مهمه دنده له عدل او انصاف څخه نه وتل ، له سياسی فضا جوړونو د اغيزو نه منل او د حكمونو په صادرولو او قضاوت كښې له حب او بغض څخه ډډی كول دی .
حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای په وينا اعتقاد او عمل او هدفونو ته په رسيدو كښې نه ويريدل د آيت الله بهشتی ځانګړنې وبللی او ټينګار یې وكړ هغه ګران شهيد يو منطقی او اصولو ته پايبنده او يو حقيقی اصول پال انسان ؤ چی د اصولو په سر یې له هیڅ چا سره هم معامله نه كوله .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د قضايه قوا په حساس موقعيت په ټينګار سره زياته كړه يو ستر خطر دادی چی د پرديو رسندويو او ورځپاڼو او بيلا بيلو سياسی لورو فضا جوړونه د قضاوت پر سمې لارې او د دوسيو پر جاجولو اغيز واچوی، چی په دی برخه كښې بايد له احساساتو ، دوستۍ ، اودښمنيو او هر ډول اغيز منلو ليری د عدالت لاره د هیڅ لوری او اړخ په ګټه منحرفه نه شی .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود زياته كړه قضايه قوه بايد هغه ځای ته ورسیږی چی هر مظلوم دا احساس وكړی چی د قضايه ارګانونو له لاری خپل حقوق ترلاسه كولای او مظلوميت ختمولای شی .
605625