IQNA

د انګلستان په اسلامی مركز كې د حضرت علی عليه السلام د نيكمرغه زوكړې د خوشالۍ پروګرام تر سره شو

23:36 - June 28, 2010
د خبر لمبر: 1947754
نړيواله ډله: د برطإنيه په اسلامی مركز كې د مولود كعبه امير المومنين حضرت علی عليه السلام د نيكمرغه زوكړې په ‏مناسبت د روانی ميلادی مياشتې جون 25 نیټې د خوشالۍ پروګرام تر سره شو چې پكښې د اهل بيتو عليهم السلامو مينه ‏والو په زيات شمير سره ګډون وكړ.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اطلاع رسولو مركز ‏‎«ic-el»‎‏ یې نقلوی چې دا مراسم د ‏قران پاك په تلاوت سره پيل شو او د امير المومنين حضرت علی عليه السلام په شان كې یې شعرونه ووْئيل او د هغه ‏حضرت د ژؤند ، د هغه میړانتيه ، ځانګړتياوې او فضايلو په شمول سره ترانی وويل شوی.‏
د دې پروګرام په بلې برخې كې مولانا حجت الاسلام والمسلمين «معزی» چې د برطإنيه د اسلامی مركز مشر دی په ‏‏(اوسنۍ زمانې كې د اهل بيت عليهم السلامو د مذهب منوونكو ذمه واريانو په هكله وينا وكړه.‏
پس له دې دا مراسم د اهل بيتو په منقبت خوانی سره د حاج «سيد محمدرضا ميرطالب» په وسيله او د حجت الاسلام ‏والمسلمين «معزی» په امامت سره د ماښام اوماسخوتن د لمانځه په تر سره كيدو سره پاې ته ورسيده.‏
‏604517‏‎ ‎
captcha