IQNA

د حسن صفار كتاب "موقعیۃ حقوق الانسان فی الفقہ اسلامی" چاپ او خپور شو

22:56 - June 29, 2010
د خبر لمبر: 1948464
د كلتوری ډله: د سعودې عرب د قطيف ښار د جمعی امام ښاغلی حجۃ الاسلام والمسلمين "حسن صفار" ليكلی كتاب "موقعیۃ حقوق الانسان فی الفقہ الاسلامی" چاپ شو او بازار كې خپور شو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له 'SAFFAR.ORG " ويب پاڼې یې نقلوی چې ليكوال په دې كتاب كې د انسانی حقوقو په هكله داسلام تعليماتو ته اشاره شوی ده او ليكلی یې دی چې له ټولو مخكښې اسلام د انسانی حقوقو خبره رابرسيره كړې ده او پيغمبر اكرم صلی الله عليه وله وسلم د قران پاك د ايتونو په اساس دې مسلې ته زيات اهميت وركړی دی.
حسن صفار نور هم ليكلی دی چې د انسانی حقوقو محققانو ته د قرانی ايتونو كې د انسانی حقوقو بحثونه پيدا كولو كې هیڅ قسم ستونزه نه رامنیځته كیږی او د قران پاك ډيرو ايتونو كې د انسانی حقوقو په هكله مطلبونه شته دی
د قطيف د جمعی امام د اسلامی امت د انسانی حقوقو نه د ليرې والی په وجه د افسوس څرګندونه وكړه او ليكلی یې دی چې اوسنی حالات په دې خبرې ګواه دی چې اسلامی امت له انسانی حقوقو په ميلونو ليرې دی.
605292
captcha