IQNA

په بلغاريه كې د " ايران د ختیځ د تمدن او تهذيب ګهواره" په موضوع نندارتون تر سره كیږی ‏

23:51 - July 01, 2010
د خبر لمبر: 1949339
كلتوری ډله: په بلغاريه كې د ايران د كلتوری مركز او د پلون ښار د شهردارۍ او ميونسپل كمیټۍ په همكارۍ سره د تيرې ميلادی ‏مياشتی جون له اته ويشتمی نیټې ددې ښار په بژكوف ميوزم كې د " ايران د ختیځ د تمدن او تهذيب ګهواره" په موضوع نندارتون ‏لګيدلی دی چې يوه مياشتی پورې به دوام لری. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتوری او روابْطؤ ارګنايزيشن یې نقلوی چې د ايران د ‏هنرې ماهرانو له پنځوسو زيات هنرې نقشی په دې نندارتون كې ایښې شوی دی. ‏
همدارنګ په بلغاريه كې د ايران د كلتوری مركز خانه فرهنګ مشر ښاغلی "محسن پناہندہ" او د پلون ښار شهردار ښاغلی زلټو ‏كوروسكی ددې نندارتون په افتتاحی دستورو كې ګډؤن وكړ. ‏
ښاغلی پناهنده ددې نندارتون په افتتاحی مراسمو كې په خپلې وينا كې د ايران او بلغاريه تر مينځ د ټينګو او پراخو اړيكو ته په ‏اشارې سره وويل چې ددې نندارتون د تر سره كولو مقصد د بلغاريه خلكو ته د ايران د كلتور او تمدن ښوودنه ده.‏
‏ 606837‏
captcha