د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له خبری اژانسه شبستان او له شام ورځ پاڼې تشرين یې نقلوی چې په دمشق كې تر سره كيدونكې د اسلامی هيوادونو د پارليمانونو مشرانو ناستې كې د شام ولسمشر بشار اسد ګډون وكړ.
د ايران د پارليمان مشر ښاغلی علی لاريجانی هم په خپلې وينا كې وويل چې ددې ناستې د تر سره كولو مقصد د فلسطين قوم د استقامت حمايت كول دی چې هغه ډير سختو وختونو كې خپل ژوند تيروی.
هغه زياته كړه چې ددې ناستې كوشش دا دی چې د نړيوالو خلكو پام داسرايل حكومت ظلمونو ته وكړی چې په فلسطينانو باندې د دوې ظلمونو مخنيوی وشی.
د شام د پارليمان مشر ښاغلی محمود الا برش هم وويل چې ددې ناستې مقصد د غزې د كلابندې ماتولو لپاره د اسلامی پارليمانونو ټولو كوششونه سره يو ځای كول دی.
606856