IQNA

د سعودی عرب د شيعو ښځو سره خاص د قران د زده كړې دوره «صوتك والقرآن» شورو شوه

22:21 - July 04, 2010
د خبر لمبر: 1950722
نړيواله ډله: د قران د زده كړې دوره «صوتك والقرآن» (ستا غړ او قرآن) د چنګاښ د مياشتې په 11 نیټه په هفوف ښار كښې په احساء ولايت كښې چې د شيعو سيمه ده په عربستان كښې شورو شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «مُزن» قرانی خبری اژانس یې نقلوی، دا قرانی دوره د احساء د ولايت د «دارالرحمن» د قران د علمونو د انجمن د ښځو د برخې په مرسته شورو شوه چې د سعودی عرب اوسيدونكی شيعه محصلان پكښې ګډون كوی.
په دې دوره كښې به د تلاوت په وخت كښې د ساه د اوږديدو طريقه او د قران د غږ اوچتول، د مرۍ د فيزيكل جوړښت، د غږ غنډونه او مشكلات او د هغې حل لارې، څیړل كیږی.
608335
captcha