د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له براثا خبری اژانس یې نقلوی، د امام موسی كاظم(ع) د روضې د زائرانو د حمايت او امنيت كمیټې اعلان وكړ: د امام موسی كاظم (ع) د زيات د زوارانو لپاره د امنيت ټول كارونه ترسره شوی دی چې د هغه حضرت د شهادت په ورځ زوارانو ته څه ستونزه نه وی.
د مسلحو قواوو ستر كوماندان او د زائرانو د امنيت د كمیټۍ غړی «احمد خنجر الخزاعی» په دې هكله وويل: د زوارنو د حمايت لپاره د بغداد په الكرخ سيمه او د امام موسی كاظم (ع) سره نزدې سيمو كښې كښې 400 بروشور او هغه لارې چې د امام حرم ته راځی 450 بروشور خپاره شوی دی چې په دې كښې د پوليسو د امنيت په هكله اطلاعات ليكلی شوی دی.
608408