د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د اسلامی كلتور او اړيكو سازمان د څانګې د يو راپور پر اساس، ښاغلی «سانتگی كامارا» او ښاغلی «جون مامو» چې د دې دوو مقالو «اسلام او د كورنۍ ارزښتونه» او «په اسلام كې د ښځو ښوونيز رول» ليكوالان دی په دې مقالو كې په قران كې د ښځو مقام موضوع په رابرسيره كولو سره د نورو موضوعاتو لكه د ښځو ذمه واريانی،په قران پاك او سنت كې د هغو روزنی رول، د اسلامی ستر او عفت خيال ساتل، د ښځې د ارزښت او مقام بيانول، په اسلام كې د بچې تربيت او د مور رول او د اسلام په اول كې مسلمانی ښځې موضوعات یې څیړلی دی.
همدارنګ سالم واده، د ښځې او سړی يو بل سره عشق او يوبل ته رښتينوالی، د كورنۍ جوړولو كې د وفادارې او رښتينوالی رول د موراوپلار مهمه وظيفه د بچيانو اخلاقی او تربيتې چارې او په قرانپاك كې د ښځې مقام په شان موضوعات په دې دووې مقالو كې وڅیړل شول.
608236