IQNA

ايت الله واعظ زاده خراسانی د مسلمانانو عالمانو د اتحادیې لومړې مرستيال شو

22:23 - July 04, 2010
د خبر لمبر: 1950988
افتخاری خبريال / سيدجعفر فاطمی‌نوش‌آبادی: په استانبول كې د مسلمان عالمانو د نړيوالې اتحادېې د ناستې دوهمې ورځې سره په يو ځاې ايت الله واعظ زاده خراسانی د دې اتحادېې د لومړی مرستيال په توګه وټاكل شو.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له حوزې مركز یې نقلوی چې په دې ټاكنو كې شيخ قرضاوی بيا د څلورو كلونو لپاره ددې اتحادېې مشر وټاكل شو.
همدا رنګ ايت الله واعظ زاده خراسانی د اسلامی مذهبونو د نږديوالی نړيوال مجمع پخوانی سكتر او «شيخ احمدبن حمدبن سليمان الخليلی» د عمان مفتی د مشر لومړی مرستيال په توګه او ښاغلی «شيخ عبدالله‌بن بية» هم د دوهم مرستيال په توګه وټاكل شو.
شيخ يوسف قرضاوی په دې مراسمو كې وويل كله مو چې دا اتحاديه جوړه كړه نو ټولواسلامی مذهبونو ته مو پام ؤ په همدې وجې د اهل سنتو ، شيعه ؤ او باضيه استازې ددې اتحإديی په مشرۍ او د ددې په مرستيالتوب كې شته.
608396
captcha