د «islam.waseda» له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخی: دغه كانفرنس به د جاپان د بشر او طبيعت د موسسۍ او د مالايا پوهنتون د موسسۍ په همكارۍ سره د جاپان د اسلامی مطالعاتو د تحقيقاتی مركز په همت په انګريزۍ ژبه تر سره شی.
(د اسلامی مطالعاتو په ډګر كښې نوی افقونه) بين المللی كانفرنس وړومبۍ دوره په ٢٠٠٨ كال كښی په مختلفو فرهنګونو او بر اعظمونو كښی د اسلامی تحقيقاتو د څیړلو په هدف سره د ملائشيا په كوالا لمپور او دويمه دوره ئی د هويتونو، ژواك چاپېريال او د نړيوال شونی د څیړلو په هدف سره د مصر په پلازمينه قاهره كښی تر سره شوه.
609618