IQNA

مصر د ( يو اذان ) طرحه د روژی په مباركی مياشت كښی اجرای كوی.

15:17 - July 06, 2010
د خبر لمبر: 1952303
بين المللی ډله: د مصر د اوقافو او اسلامی چارو وزارت له جوماتونو څخه د يو او متحد بانګ د خپرولو طرحه، د روژی د مياشتی له پيل نه اجرای كوی
د نسيج د اطلاع رسونی د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخی: د مصر د اوقافو او اسلامی چارو وزير«محمود حمدی زقزوق» په دی هكله ووئيل: د واحد اذان د خپرولو طرحه به د قاهری له مسجدونو څخه پيل شی او بيا به د اسكندریۍ په جوماتونو كښی هم اجرا شی.
ده زياته كړه: واحد اذان به د قاهری د راډيو له لاری د دغه ښار له ٤٠٠٠ جوماتونو څخه په يو وخت د يو موذن په غږ خپریږی او د واحد اذان طرحه به د الازهر د اسلامی تحقيقاتو د ټولنې د فتوی په لار كښی اجرا شې.
د واحد اذان طرحه په داسی حال كښی اجرای كیږی چی د مصر د پارليمان او د سيمه ايزو شورا ګانو د ځينو غړيو له سخت مخالفت سره مخامخه شوه او د مصر د پارليمان د دينی چارو كميشن د اوقافو د وزارت د فيصلی سره خپل مخالفت اعلان كړ.
609800
captcha