د نسيج د اطلاع رسونی د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخی: د مصر د اوقافو او اسلامی چارو وزير«محمود حمدی زقزوق» په دی هكله ووئيل: د واحد اذان د خپرولو طرحه به د قاهری له مسجدونو څخه پيل شی او بيا به د اسكندریۍ په جوماتونو كښی هم اجرا شی.
ده زياته كړه: واحد اذان به د قاهری د راډيو له لاری د دغه ښار له ٤٠٠٠ جوماتونو څخه په يو وخت د يو موذن په غږ خپریږی او د واحد اذان طرحه به د الازهر د اسلامی تحقيقاتو د ټولنې د فتوی په لار كښی اجرا شې.
د واحد اذان طرحه په داسی حال كښی اجرای كیږی چی د مصر د پارليمان او د سيمه ايزو شورا ګانو د ځينو غړيو له سخت مخالفت سره مخامخه شوه او د مصر د پارليمان د دينی چارو كميشن د اوقافو د وزارت د فيصلی سره خپل مخالفت اعلان كړ.
609800