IQNA

«قرآن او اهل‌بيت(ع)» نومی كانفرنس د امريكی په فلوریډا كښی تر سره شو.

15:16 - July 06, 2010
د خبر لمبر: 1952308
بين المللی ډله: د امريكی د شيعه مسلمانانو د كنګری شپږم كليز كانفرنس د «قرآن او اهل‌بيت(ع)» په موضوع سره د چنګاښ د مياشتی په ١٢ او ١٣ نيیټه د امريكی د فلوریډا ولايت په ميامی ښار كښی تر سره شو.
د «Muslim Congress» د اطلاع رسونی د ساېئټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كانفرنس هر كال د هوسټن د مسلمانانو د كنګری په همت د مسلمان اقليت تر مينځ د اسلامی اصولو او عقايدو د پياوړتيا او د هغوی د اسلامی هويت د حفاظت لپاره د زمينی د چمتو كولو په هدف سره تر سره كیږی.
په دغه كانفرنس كښی د امريكی يو شمير مسلمان انديشمندانو او د جوماتونو امامانو شتون درلو او د (امت ايمان- د قرآن او اهلبيتو(ع) په اساس) ، ( قرآن سره جوخت ژوند كول)، ( د قرآن او اهلبيتو جدای نه منل)، ( حضرت فاطمه (س) د اهلبيتو (ع) كريمه) ، او (قرآن او اهلبيتو (ع) په سيوری كښی عرفان) په شان موضوعات يئ و څیړل.
609756
captcha