IQNA

په مكه او مدينه كښی د اماراتی محصلينولپاره د قرآن د حفظ پرمختللی دوره تر سره كیږی.

15:32 - July 07, 2010
د خبر لمبر: 1953152
بين المللی ډله: د اماراتو د شارجی خيريه انجمن، د شارجی د قرآن او سنت نبوی (ص) موسسۍ پوری د پيئلو د قرآنی مركزونو ٣٣ محصلين د قرآن كريم په پرمختللی دوره كښی د ګډون او د آياتو د حفظولو د تكميل لپاره د وحی ټاټوبی ته لیږی.
د الخليج اماراتی ورځپاڼی له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كسان د شارجی د قرآن او سنت موسسۍ پوری د پيئلو قرآنی مركزونو محصلين دی چی د ١٣٨٩ كال د چنګاښ د مياشتی په ١٤ نیټه په مسجدالحرام او مسجد نبوی كښی د قرآن كريم په پرمختللی دوره كښی د ګډون او د آياتو د حفظولو د تكميل لپاره سعودی عربستان ته روان شول.
د اماراتو د شارجی د قرآن كريم او سنت نبوی(ص) موسسۍ مشر حمد تريم په دی هكله ووئېل: دغه قرآنې دوره پرله پسی ددويم كال لپاره اود قرآن په حفظ او د قرائت په احكامو باندې د مسلط او د قرآنی تلاوتونو سره د اشنا نسل د تربيت په هدف سره تر سره كیږی او ددغی دوری درسونه به د عربستان يو شمير مشهور قاريان تدريسوی 610648

captcha