IQNA

9:37 - July 09, 2010
د خبر لمبر: 1953502

د تهران د قران په نړيوالو مقابلو كې د سيری ليون حافظ ګډون كوی

د قرانی كارونو ډله: په سرې ليون كې د ايران د كلتوری مركز په همكارۍ سره د سری ليون يو حافظ به د تهران د قران نړيوالو مقابلو كې برخه اخستو لپاره تهران ته راځې.

د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اسلامی كلتوری او روابطو ارګنايزيشن یې نقلوی چې په سری ليون كې د ايران د كلتوری مركز او د سری ليون دخيراتی چارو او اوقافو وزارت په ګډه همكارۍ سره د سری ليون د ټول قران پاك حافظ ښاغلی "عبدالقدوس جالو" د تهران د قران پاك د نړيوالې مقابلې كې برخه اخستو په نيت تهران ته راځې.
سری ليون دا حافظ به په شپږمې جولایې له فری ټاونه تهران ته روانیږی.
د تهران اووه ويشتمې نړيوالی قرانی مقابلې د ميلادی مياشتې جولایې له نهمې نیټې تر څوارلسمی نیټې پورې په تهران كې تر سره كیږی.
611104
captcha