د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له«راصد» خبری چينل یې نقلوی، د غم مجلسونه د قطيف ښار په «الزهراء» جمات او «السدرة» امام باړې كښې د حجج الاسلام و المسلمين «سيد مصطفی حيدر السادة» او «محمد الطيب» په ګډون سره ترسره شول.
همدارنګ د عربستان د قطيف ولايت په «العباس» جمات او «البتول» امام باړه كښې او د «العوامية» ولايت په «امام حسين(ع)» جمات كښې هم د امام موسی كاظم عليه السلام د غم ماتمونو د امام د شهادت په مناسبت ترسره شول چې خطيبانو او مبلغانو لكه «محمود السيف»، «الملا علی الزاهر» او «جعفر آل اسماعيل» پكښې د هغه حضرت په ژوند رڼا واچوله.
همدارنګ په سيهات ښار كښې په «غريب طوس(عليه السلام)» شورا كښې هم ماتم ترسره شو چې پكښې حجت الاسلام و المسلمين «محمد علی آل زواد» خبرې وكړې.
611365