د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعې لما نځه خطيب د ايرانی ضد پر يكړه ليكونو يو هدف د اسلامی انقلاب په سا تندويه ځواك دباو وباله او ویې ويل چې دغه بايكاټونه به د دغه سپیڅلی اورګا ن په محبوبيت او قدرت هیڅ اغيز ونكړی .
د تهران د جمعې لما نځه خطيب خا تمی په دوام كې د ايران پر ضد د امر يكا او اروپای اتحادیې په يو اړخيزه بايكاټونو په نيوكې سره له ارو پايی اتحادیې وغوښتل خپل بر خليك د زوال په لور د روان حكومت امريكا په لاس مه سپاری .
د تهران د جمعې لما نځه خطيب په ايران كې د تير كال د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته فتنې ته په اشارې سره وويل د اسلامی انقلاب معظم مشر د داخلی او بهرنی دسيسو په وړاندې مدارا نه كوی او د قا نون په مطابق عمل كوی .
ايت ا... سيد احمد خاتمی د مقاومت د معنو ی پلار علامه سيد محمد حسين فضل ا... په رحلت د خواشينۍ په څرګندولو سره چې د اسلامی انقلاب او د رهبرۍ د ستر مقام ملاتړې وو، د هغه د رحلت په مناسبت د هغه كورنۍ ، د لبنان خلكو، د دغه هيواد مقاومت او په تيره بيا د لبنان د حزب ا... عمو می منشی سيد حسن نصر ا... ته تسليت ووايه .
ايت ا... خا تمی په دوام كې همدراز په بغدا د كې د تر هه ګرو عمليا تو په غند لو سره چې د دغه يهوا د د لسګو نو شيعه يا نو د شها دت سبب شول ، تكفير يان او وها بيان یې د دغه كر كجن اقدا م عا مل وبلل او ویې ويل له دغو تر هه ګرو د ځينو اسلامی هيوا دو نو له خو ا ملاتړكیږی
612225