د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «راصد» خبری چينله یې نقلوی، «منقذ البشرية» (د انسانيت ژغورونكی) كلتوری پروګرام په قطيف ولايت كښې تيره شبه د پيغمبر د مبعث او د اسراء د پیښې د كليزې په مناسبت په «الرسول الأعظم(ص)» جمات كښې ترسره شو چې پكښې حجت الاسلام والمسلمين «منير آل محمود» چې د عربستان شيعه عالم دی په دې پیښې او د معراج په هكله خبرې اترې وكړې.
په دې پروګرام كښې ځينې شاعرانو شعرونه وويل: لكه «عبدالحميد الباقر» و «محمود فردان».
په «البتول» امام باړې كښې چې د قطيف په «العوامية» ښار كښې هم په دې مناسبت پروګرام وشو چې پكښې «الملا علی أبوالمكارم» ويناوې وكړې.
612347