د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت آيت ا.. العظمی خامنه ای نن د پيغمبر اكرم (ص) د بعثت ورځ په كليزې كې د نظام د مسولينو، په تهران كې د اسلامی هيوادونو د سفيرانو، او د خلكو د بيلابيلو پرګنو په كتنې كې د دې مباركې ورځې په مناسبت د مباركۍ په ويلو سره ټينګار وكړ، د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله وسلم بعثت او د اسلام دين، د عدالت، سولې، امنيت او آرامۍ پيغام راوړونكی او د انسانانو لپاره د سلامتۍ پيغام راوړونكی، او بلاخره د ليوالانو لپاره د برياليتوب، ژغورنې ، او د الهی صادقې ژمنې په اساس، توحيدی لاره ده.
د رهبرۍ ستر مقام ټينګار وكړ،۳۱ كاله كیږی چې استكباری قدرتونه، د اسلامی نظام په ضد هڅې كوی، او له دغو دښمنيو سره سره، اسلامی ايران د پاك خدای په فضل ، له پخوا زيات پياوړی او بنسټيز شوی دی .
هغوی د استكباری قدرتونو پوځی وسلې او زيات لګښتونه، د اوسنۍ نړۍ يوه غمجنه مسله وبلله او وې ويل، تر هغه وخته چې زبر ځواكونه د نړۍ د مسلو عوامل وی، په نړۍ كې به جنګ ، بې عدالتی، او ناامنۍ دوام ولری .
هغوی تير كال د امريكا د جنګی لګښتونو رسمی شميرنې يعنې ۶۰۰ ميليارده ډالرو ته په اشارې سره ټينګار وكړ، دغه وسلې يواځې د افغانستان د ملت د ځپنې ، د عراق د ملت په قيد كې ساتلو او همداراز د منځنی ختیځ د تاو تريخجن ساتلو لپاره له صهيونست خبيث رژيم سره د مرستو لپاره لګول كیږی .
حضرت آيت ا.. العظمی خامنه ای د نړۍ د شرايطو بدلون او د اسلامی نړۍ د هره ورځې ویښتيا ته په اشارې سره وويل، د استكباری قدرتونو د زوال يو علت، د مسلمانانو اسلامی ویښتيا ده چې سبب شوی ، دغه قدرتونه، د تير وخت توان ونلری، او اوسنی شرايط، په امريكا كې د تيرو په پرتله، د دې موضوع ښودنه كوی.
612482