د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «Straits News» ورځپاڼې یې نقلوی، دا سيمنار د سنګاپور د اسلامی انجمن(Muis) په مرسته د اكسفورډ د پوهنتون د شرق پوه پوهنځی، د ملبورن د پوهنتون د اسلامی مطالعاتو د ملی مركز او د سنګاپور د پوهنتون د مالايو د ژبې د مطالعاتو د برخې په مرسته ترسره كیږی.
د نړۍ له 20 هيوادونو تقريبا 250 كسان دينی او ټولنيز مشران، سياسيتګزاران او پوهان په دې سمينار كښې ګډون كوی چې په كښې به په غير اسلامی هيوادونو كښې د مسلمانو د ژوند د څرنګوالی په ټولنيزو ډګرونو كښې د هغه د ګډون سره د خپل دين د اصولو په خيال ساتلو سره، څیړی.
613624